تخار ولايت کې له ۵۸۳ بې ځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه
د تخار ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د ORD مؤسسې له لورې د ۵۸۳ بې ځایه شوو کورنیو سره مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ژمنۍ کڅوړې چې ۱۷ ډوله توکي په کې موجود وه ورکول شوې، ذکر شوې کورنۍ د ګډ پلاوي له لورې په نښه او د مرستو لپاره وړ پيژندل شوې وې.