ننګرهار کې ( ٦٠٠) اړمنو بېځایه شوو اسيب پذيره کورنیو سره خوراکي توکو مرسته شوه

sadam_morr
_____
د (هلېپنک هېنډ)موسسيې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(٦٠٠) اړمنو بېځایه شوو کورنيوسره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د ننګرهار د مهاجرینو ریاست له لورې د مرستندویه اداروسره په ګډه همغږۍ په شېرزادو، حصارک او کامې ولسوالیو کې سروې او د مرستولپاره مستحقې ګڼل شوې وې د سلواغې په (١٩)مه هري کورني ته(٥٠)کيلو وړه،(٥)لېتره غوړي،(٤)کيلو وريجې، (٤)لوبيا او (٤)کيلو بوره ووېشل شوه.