غور ولايت کې د اړمنو کورنيو سره مرسته وشوه.
غور ولايت کې د کورډايډ مؤسسې له لورې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو امريت په همغږۍ د ۱۲۳ کورنيو سره نقدي مرسته وشوه، چې د ۹۲ کورنيو څخه هرې کورنۍ ته ۳۶۰۰۰ افغانۍ، او د ۳۱ کورنيو څخه هرې کورنۍ ته ۱۸۷۰۰ افغانۍ ورکول شوې.
همدارنګه د اکشن ايډ مؤسسې له لورې ۷۳ بې ځايه شوو کورنيو ته په هرې کورنۍ ۲۶۱۰۰ افغانۍ ورکول شوې.
يادې کورنۍ د سروې مخکې د ګډ پلاوي له لورې د مرستې لپاره وړ پيژندل شوې وې.