فاریاب کې (١٥٨) کورنیو سره ژمنۍ مرستې وشوې

sadam_morr
_____
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له لورې د فاریاب ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (١٥٨) راستنېدونکو، بېځايه شوو او د جګړو او طبیعي پېښو له امله زیانمنو شوو کونیو سره ژمنۍ مرستې وشوې.
دغه کورنۍ چې د کډوالو چارو ریاست له لورې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ او همکارۍ سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې د سلواغې په (١٤) مه د ملا محمد سیف الدين جهادي او ذکر شوې موسسې د استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته (٢٠٠) امریکايي ډالره نغدې، درې درې کمپلې او (١٢) قلمه ژمني توکي ووېشل شول.