کابل کې له (٢٠٠) کورنيو سره د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته وشوه
په کابل کې (٢٠٠) اړمنو کورنيو سره د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې لخوا د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته وشوه.
د دغو مرستو د وېش پر مهال د يادې موسسې رئيس حاجي محمد عالم شهاب وويل: افغانان په اوسنيو شرايطو کې ډېرو بشري مرستو ته اړتيا لري او موږ ژمنه کوو چې د خپل ولس سره به مرستو ته دوام ورکوو.
هغه زياتوي،زموږ موسسې د کلونو راهيسې له افغانانو سره په صحت، تعليمي، خوړو او ځينو نورو برخو کې مرستې کړي او دغه لړۍ يې دوام لري.
د هغه په وينا،په ننيو مرستو کې (١٨) کيلو وړه، (٥) لېتره غوړي،(٧) کيلو وريجې،(٥) کيلو بوره،(٥) کيلو لوبيا، نيمه کيلو چای او په غيري خوراکي توکو کې يو جوړ جرابی، يو جمپر،يو جوړ بوټان اوپېنځه منه لرګي شامل دي.
دغه راز د کابل کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې له مشرتابه څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ويل: دې موسسې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهيسې له زرګونو هېوادوالو سره مرستې کړي او نور موسساتو او خېريه بنسټونو څخه يې وغوښتل چې د دې موسسې په څېر د اړمنو کورنيو سره خپلو مرستو دوام ورکړي.