زابل ولايت کې له ۶۰ اړمنو کورنيو سره مرسته وشوه
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالې کميشنرۍ يا يو ان اچ سې ار (UNHCR) په مالې ملاتړ د WAW موسيسې په همکارۍ د زابل ولايت د کډوالو او راستنيدونکو چارو رياست په همغږۍ نن د سلواغې مياشتې لسمه د ياد ولايت په مرکز قلات او شاه جوي، ميزانه ، ارغنداب شملزو ولسوالیو کې د 60 اړمنو او بې ځایه شوو کورنیو سره نقدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۲۶۵ امريکايي ډالر ورکول شو.