پکتیکا کې(۴۱۲) اړمنوکورنیو سره نغدې مرسته وشوه

sadam_morr
_____
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په مالي لګښت د (WSTA) مو سسې له لورې د پکتيکا ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چار ریاست په همکارۍ(٤١٢) اړمنو بېځايه شوو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې د پکتیکا ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لورې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ په مرکز شرنې کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د سلواغې په (٦)مه د پکتیکا ولایت مرستیال والي مولوی محب الله حماس، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رئیس مولوی عبدالرحمن هاشمي، د تخنيک او سکتور رئيس عبدالحلیم او د یادې مو سسې د استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته
(٢٦٥) امریکايي ډالره ووېشل شول.