خوست کې اړمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې( UNHCR) په مالي لګښت د (WSTA) موسسې له لورې د خوست ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ( ۲۷۳) اړمنو داخلي بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرسته و شوه.
یادې کورنۍ چې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ سروې او د مرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د سلواغې په (٦) مه هرې کورنۍ ته( ۲۶۵) امریکايي ډالره ووېشل شول.