په بغلان ولایت کې له ۳۱۱ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

sadam_morr
_____
 
د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د جمادي الثاني په ۲۱ مه نيټه د ۳۱۱ هغه بېوزله کورنيو سره چې مخکې د ټاکل شوو ټیمونو لخوا سروې او مستحقې پیژندل شوې وې د اکټيد موسیسې لخوا هرې کورنۍ ته په لومړي قسط کې ۳۲۰۰۰ افغانۍ ورکول شوې.
د مرستو د وېش لړۍ د بغلان ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس الحاج مولوي شهزاده خالد، د اقتصاد رئيس، د ولايت مقام د استازو او رسنيو په شتون پيل شوې.