کابل کې (١٠٠٠) اړمنو او بېځايه شوو کورنيو سره نغدي او د غيري خوراکي مرسته وشوه

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNCHIR) په مالي لګښت د د اويستا موسسې له لورې (١٠٠٠) اړمنو او بېځايه شوو کورنیو سره نغدي او خوراکي توکو مرسته.
په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته (٢٦٥) امريکايي ډالر او يوه یوه روغتيايي کڅوړه په پام کې نيول شوې وه.
دغه مرستې د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي، په افغانستان کې د يونسيار ادارې د توزيع رئيس فهيم ستار او اوستا موسسې ساحوي مسؤل په شتون کې د مرغومي په (٢٧)مه په بېوزلو کورنيو و وېشل شوه.
د يادونې وړ ده، چې په دغو زرو کورنيو کې (٤٠) سيک او هندو کورنيو ته هم يادې مرستې و وېشل شوې.