کابل کې(٣٣٩) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
_____
د(DRC) موسسې له لورې د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٣٣٩) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ چې د سروې د ګډو ټيمونو له لورې په مرکز اوشاوخوا سیمو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې،چې له ډلې یې د مرغومي په (٢٥) مه (١٥٠) کورنیو ته په چهارآسیاب ولسوالۍ،(١٥٠) کورنیو ته په بګرامیو ولسوالۍ کې او د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو (٣٩) کورنیو هرې کورنۍ ته (٢٠٠٠٠) افغانۍ ووېشل شوې.