هلمند کې سلګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د کډوالۍ نړیوال سازمان(IOM) له لورې د هلمند ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٥٠٠) کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې وې د مرغومي په (٢٥) مه د دغه ولایت د استخباراتو ریاست او د مهاجرینوریاست داستازو په شتون کې هرې کورنۍ ته (٢٢٠٠٠) افغانۍ نغدې ورکړل شوې.