زابل کې اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
_____
 
د(DRC) موسسې له لورې د زابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو امریت په همکارۍ (٢٥٨) اړمنو او مستحقو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ چې د سروې د ګډو ټيمونو له لورې په مرکز کلات اویو شمېر ولسوالۍ کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د مرغومي په (٢٤) مه (١٠٠) کورنیو هرې کورنۍ ته (٢٠٠٠٠) افغانۍ او (١٥٨) کورنیو ته چې کورونه یې دجګړو له امله ویجاړ شوي و په دوهم قسط کې هرې کورنۍ ته (١٤٣٠٠) افغانۍ ووېشل شوې.