لغمان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

د (ACTED) موسسې له لورې د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۸ بېځايه شوو کورنيوسره دساختماني موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د ګاونډيو هېوادونو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې چهارشنبې په ورځ د وري په ۷مه هرې کورنۍ ته د ۱۱۰۰۰ افغانۍ په ارزښت دساختماني موادو مرسته ووېشل شوه.