د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د کابل د چهار اسیاب او سروبي ولسوالیو له څو تنو قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۸:۱۰
-
په دغو ناستو کې چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو هېوادوالو د وضعیت او ځايي خلکو د ځینو غوښتنې په اړه خبرې وشوې، د پیل په ناسته کې د چهار اسیاب ولسوالۍ حاضرو مخورو په خپله سیمه کې پراختیايي چارو ته په اشارې سره، اسلامي امارت ته د یوه جومات د نیمګرو کارونو د بشپړولو وړاندېز وکړ.
دوی همدرانګه په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د ولس ځینو ستونزو ته د رسیدنې غوښتنه هم شریکه کړه.
دغه راز په دویمه ناسته کې حاضرو قومي مخورو او مشرانو، له پاکستان څخه د سروبي ولسوالۍ اړوندو سیمو ته د ورستنو شوو هېوادوالو د ژوند د حالت په اړه محترم وزیر ته معلومات ورکړل او یادونه یې وکړه، چې راستانه شوي افغانان د لنډمهاله مرستو سربــېره د دایمي سرپنا په موخه ښارګوټو ته اړتیا لري.
دوی وویل، چې ګڼ شمېر کورنۍ له پاکستان څخه هېواد ته د راتګ تکل لري او اسلامي امارت ته یې وړاندیز وکړ، چې د مهاجرینو له راتګ وړاندې ورته د استوګنې سیمه ځانګړې شي.
د ناستې په پای کې د سروبي ولسوالۍ حاضرو مخورو د کډوالو چارو د وزارت له همکاریو په مننې هیله څرګنده کړه، چې شوو وړاندېزونو ته به هم رسېدنه وشي.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست په ویلو سره وویل، چې اسلامي امارت د لنډمهاله خدماتو تر څنګ د راستنېدونکو د دایمي سرپنا په موخه ځانګړو ادارو ته دندې سپارلې دي.
محترم وزیر شوو وړاندېزونو ته په اشارې سره وویل، چې له هرې ممکې شرعي لارې د هېوادوالو ستونزو ته حل لټول کېږي او څرګنده یې کړه، چې په چهار اسیاب کې د جومات د پاتې چارو لپاره او د سروبي د کډوالو د لاس نیوي او سرپنا چمتو کولو په موخه به هڅې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

بېرته خبرونه ته