کابل کې (١١٦) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
_
 
په کابل کې د (WHH) موسسې لخوا (١١٦) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په دغه خوراکي توکو کې د هرې کورنۍ لپاره درې بوجۍ وړه،( ١٠) لېتره غوړي، (١٠) کيلو بوره، دوه بوجۍ وريجې،(٢٨) کيلو لوبيا، يوه یوه روغتیايي کڅوړه او دوه کيلو مالګه په پام کې نيول شوې وه.
دغه مرستې د يادې موسسې مرستيال او سرپرست ډاکټر فرشيد فرزام او د کابل مهاجرينو رياست نماينده قاري عبدالله عزيزي په شتون کې په اړمنو کورنيو و وېشل شوې.