ننګرهار کې (١٠٠) اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره مرسته و شوه

sadam_morr
ننگرهار
 
د (DACAAR) موسسيې له لورې دننګرهار ولايت دمهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(١٠٠) اړمنو بېځایه شووکورنيوسره دغیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې دننګرهار دمهاجرینو ریاست له لورې دمرستندویه اداروسره په ګډه همغږۍ په مرکز جلال اباد او ولسوالۍ کې سروې او دمرستولپاره مستحقې ګڼل شوې وې دمرغومي په (٨) هري کورني ته یوه یوه روغتیايي کڅوړه اونور اړین توکي ووېشل شو.
ددغه مرستو دوېش پرمهال دننګرهار دمهاجرینو رییس اکرام الدین مفتون وويل، موږ دمرستندویه بنسټونو سره په ګډه په دې هڅوکې یو چې دمرکز جلال اباد په شمول لرې پرتو ولسوالیو ته هم رسیدګي وکړو،ترڅو اړمنې اومستحقې کورنې سروې اودمرستولپاره په نښه او ورسره بېلابېلې مرستې ترسره کړو