دمهاجرینو وزارت دپلاوي په شتون کې پنجشېر کې (٤٠٠)کورنیو سره مرستې وشوې
د یونین ايډ موسسې له لورې دپنجشېر ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو امریت په همکارۍ (٤٠٠)داخلي بېځايه شوو، بېوزلو او دطبیعي پېښو له امله زیانمو شوو کورنیو سره دخوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دطبيعي پېښو او جګړوله امله زیانمنې شوې وې دمرغومي په (٨) مه ورته دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په استازیتوب د داخلي بېځايه شوو د دایمي حل لارو رییس مولوي شمال خان عثماني، دیادې موسسې درییس امجد صاپي، عملیاتي امر مصطفی صاپي، دسروې امر طارق صاپي اودپنجشېر دمهاجرینو رییس مولوي محمد عزیز محمدي په شتون کې هرې کورنۍ ته (١٠٠) کیلواړه،(١٥) لېتره غوړي،(٢٥) کیلو وریجې،(١٤) کیلو لوبیا،(١٤) کیلو بوره،(٢) کیلو چای،(١) ګازډبه،(١) داوبوسطل او یوه یوه کمپله په شفاف اوعادلانه ډول ووېشل شوه.
دویلو ده چې دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د داخلي بېځايه شوو د دایمي حل لارو رییس مولوي شمال خان عثماني چې دلېږل شوي پلاوي مشري یې کوله دپنجشېر ولایت امنیه قومدان داد محمد بتار سره دمرستو دوېش پروسې دامنيت دټینګښت په اړه خبرې وکړې او داړمنو او مستقحو کورنیو دتثبیت اوسروې په اړه دمهاجرینو امریت او دسروې پلاوي ته لازمې لار ښوونې وکړې.