تخار کې د (PSN) برنامې له لارې (٥٠) کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
ـ
 
نن سې شنبه په تخار ولایت کې د(PSN) برنامې له لارې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې(UNHCR) لورې د تخار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو امریت په همکارۍ (٥٩) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې دملکرو ملتونو دکډوالو ادارې او (WAW) سره په ګډه همغږۍ دتخار ولایت دمهاجرینو چارو امریت له لورې سروې او دمرستولپاره مستحقې پېژندل شوې وې هرې کورنۍ ته دمولوي عبدالواحد په شتون کې (١٣٥) امريکايي ډالره ووېشل شول.