بدخشان کې بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
۱
 
دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې(UNHCR) په مالي لښګت د(WAW) او(ORD) له لورې دبدخشان ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍد مرغومي په (٧) مه (١٩) داخلي بېځايه شوو کورنیو سره،چې دکابل څخه بدخشان ته تلې وې(٤٠٠)امريکايي ډالره نغدي مرسته وشوه.
په ورته وخت داکتېډ موسسې له لورې (١٥٢) کورنیو هرې کورنۍ ته(١٦٠٠٠) افغانۍنغدې ووېشل شوې.
دویلو ده چې دبهرنیو موسسوسره دمرستودهمغږۍ(OCT) ناسته هم د یاد ریاست دمسؤلینو له لورې ترسره شوه.