ننګرهار کې(٣٩٠) کورنيو سره نغدي او غيري خوراکي توکو مرستې وشوې
د کډوالۍ نړیوال سازمان(IOM) له لورې دننګرهار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٣٩٠) راستنېدونکو،داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنیو سره نغدي او غیرې توکو مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دننګرهار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لورې څه موده وړاندې دمرستندويه بنسټونو سره په ګډه همغږۍپه مرکز جلال اباد اوشاوخواسیمو کې سروې او دمرستولپاره مستحقې پېژندل شوې وې دمرغومي په (٦) مه هرې کورنۍ ته یوه یوه روغتیايي کڅوړه،درې درې کمپلې،ژمني لباسونه او( ٢٠٠) امریکايي ډالره ووېشل شول.