بادغیس کې اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره دژمنیو توکو مرسته وشوه
د(WAR CHILD) موسسې له لورې دبادغیس ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو امریت په همکارۍ (٣٦٥) اړمنوبېځايه شوو کورنیو سره دژمنو توکو اوپخلنځي وسایلو مرسته وشوه. یادې کورنۍ چې دبادغیس ولایت دمهاجرینو امریت له لورې دمرستندویه اداروسره په ګډه همغږۍ سروې او دمرستولپاره مستحقې پېژندل شوې وې دلیندۍ په (٣٠)مه هرې کورنۍ ته یوه یوه ژمنۍ کڅوړه،دوه کمپلې اودپخلنځي وسایل ووېشل شول.