هلمندکې بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
Morr

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) په مالي لګښت د (HRDA) او (WAW) له لورې دهلمند ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکوچارو ریاست په همکارۍ (٥٢٤) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې. یادې کورنۍ چې په لښکرګاه ښار او یوشمېر سیمو کې د هلمند ولایت دمهاجرینو ریاست له لورې دمرستندویه بنسټون سره په ګډه همغږۍ سروې او دمرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې دلیندۍ په (٢٥) مه هرې کورنۍ ته (٣٧٥) ډالره نغدې ورکړل شوې.