دبېړنیو مرستو دبرنامې له لارې کابل کې (١٦٠) اړمنو کورنیوسره نغدي مرستې وشوې
د اکشن ایدموسسې په مالي لګښت د(OHW) دبېړنیو مرستو دبرنامې له لارې دکابل ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکوچارو ریاست په همکارۍ (١٦٠) اړمنو او مستحقو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې. یادو کورنیو هرې کورنۍ ته دلیندۍ په (٢٥) مه(٦٨٠٠) افغانۍ نغدې ورکړل شوې.