بدخشان کې بېځايه شوو کورنیو سره دغیر خوراکي توکو مرستې وشوې

sadam_morr
Morr

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR)له لورې دبدخشان ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ ( ١٥٢) اړمنو بېځايه شووکورنیو سره دغیر خوراکي توکو مرستې وشوې.

يادو کورنیو هرې کورنۍ ته دلیندۍ په (٢٢)مه (١٦) قلمه غیرخوراکي مواد،درې کمپلې، یودیګ بخار، چینې لوښي،ترپال، یودرجن ګلاسونه،یوچاینک ،یوه څلور کیلويي ګازډبه، یوسرپوښ لرونکی تش،شپږ غوري، شپږ دکالومینځلو صابونونه، شپږ دځان مینځلوصابونونه،شپږ قاشوغې،یوچاقو ،یولاسي چراغ،شپږ د ډوډۍ خوړو کاسې اویوه څمڅۍ ووېشل شوه.