ننګرهار کې (٤١٨) بېځایه شو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
Morr

د ملګرو ملتونود کډوالو ادارې ( UNHCR) له لورې ننګرهار ولایت دکډوالو اوراستنېدونکودچارو ریاست په همکارۍ (٤١٨) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې. يادې کورنۍ چې د ننګرهار ولایت دکډوالو چارو ریاست له لورې دیوشمېر مرستندویه ادارو سره په ګډه همغږۍ سروې اوپه نښه شوې وې د لیندۍ په (٢٢) مه هرې کورنۍ ته (٢٥٠)امريکايي ډالر نغدې ورکړل شوې.