پنجشېر کې سلګونو کورنیو سره مرستې وشوې
د ترکیې هېواد دټيکا ادارې له لورې دپنجشېر ولایت دکډوالو او راستنېدونکو چارو امریت په همکارۍ (٥٠٠) زیانمو شوو کورنیو سره دخوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دطبيعي پېښو او جګړوله امله زیانمنې شوې وې دلیندۍ په (١٨) مه ورته دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په استازیتوب د داخلي بېځايه شوو د دایمي حل لارو رییس مولوي شمال خان عثماني اودپنجشېر دکډوالو چارو رییس مولوي محمد عزیز محمدي په شتون کې هرې کورنۍ ته (٥٠) کیلواړه،(٥) لېترهغوړي،(١٠) کیلو غوړي،(٤) کیلو لوبیا،(١) کیلو چای،(١) کیلو روب،(٤) پاکټه مکروني،(٤) کیلو بوره او یوه یوه کمپله ووېشل شوه.