هلمند کې نږدې څلورسو کورنیوسره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
Morr
 
دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) په مالي لګښت د(HRDA) له لورې دهلمند ولایت دکډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(٣٥٠) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دیوشمر مرستندویه ادارو لورې دهلمند ولایت دکډوالو چارو ریاست سره په ګډه همغږۍ سروې اوپه نښه شوې وې دلیندۍ په (١٨) مه دکډوالو چارو رییس مولوي الله داد انقیادي ،ولایت مقام،اتخباراتوریاست اومرستندویه ادارو داستازوپه شتون کې هرې کورنۍ ته (٤٠٠) امریکايي ډالره ووېشل شول.