لغمان کې(٨٢٢) بېځايه شوو او دطبیعي پېښو له امله زیانمنو شوو کورنیوته دژمنیو مرستو دوېش لړۍ پیل شوه

sadam_morr
Morr

دکډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له لورې دلغمان ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٨٢٢) اړمنو او دطبیعي پېښو له امله زیانمنو شوودکورنیو ته دژمنو مرستو دوېش لړۍ پیل شوه.

دویلو ده چې یادو کورنیو ته (١٦٤٤٠٠) امریکايي ډالر په نظر کې نيول شوي دي چې نن یوشمر اړمنو کورنیو هرې کورنۍ ته (٢٠٠) امریکايي ډالره نغدې ورکړل شوې.

د لغمان ولايت دمهاجرینو رییس غلام الرحمن (بلال) وويل، چې ولایتي اداره د مرستې په جلبولو او مستحقینو ته پر وخت د رسیدو په خاطر هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

هغه د ملي او نړیوالو مرستندويه ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې لغمان ولایت کې دې خپلې مرستې د طبيعې پيښو له امله زیانمن ،راستانه شویو او بې وزلو کورنیو سره لاپراخې کړي.