پروان کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادراې (UNHCR) له لور ې د پروان ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ (۱۰۴۹) اړمنو بېځايه شوو کورنيو سره نغدي او دغير خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د يوشمېر سيمو او ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په (۱۶) مه (۶۹۷) اړمنو بېځايه شوو کورنيو هرې کورنۍ ته د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې په مالي لګښت د وستاموسسې له لورې
په درېو کټګوريو کې و،چې (۳۵۹) کورنيو هرې کورنۍ ته (۲۶۵) امريکايي ډالره او (۱۹۴) کورنيوهرې کورنۍ ته (۴۰۰) ډالره نغدې دمهاجرينو رياست او يوشمېردولتي ادارو په شتون کې ورکړل شوې.
همدارنګه د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) له لورې (۳۵۲) کورنيوهرې کورنۍ ته ( (۲۰۰) امريکايي ډالره نغدې، (۳) کمپلې او يو اندازه ژمني توکي ووېشل شول.