فراه کې (٢١٢) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
Morr

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارۍ (UNHCR) په مالي لګښت د (ᗅRAA) له لورې د فراه ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو امریت په همکارې (٢١٢) اړمنو بېځايه شووکورنیو سره نغدي مرستې وشوې.

یادې کورنۍ چې د ګډو ټيمونو له لورې دفراه ولایت دکډوالو چارو امریت سره په همغږۍ سروې اوپه نښه شوې وې چې دلیندۍ په (١٦) مه هرې کورنۍ ته (٢٦٥) امریکايي ډالره نغدې ورکړل شوې.