فاریاب کې (١٥) کورنیو سره د کور جوړو په برخه کې مرستې وشوې
داکتېد موسسې په مالي لګښت د اوچاموسسې له لورې دفاریاب ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (١٥) کورنیو ته چې کورونه یې دجګړو له امله ویجاړ شوي د (١٥)قلمه موادو مرسته شوه.
دویلو ده چې یادو کورنیو سره به په راتلونکي کې (٣٠٠) ډالره نغدي مرسته وشوي چې خپل ویجاړ شوي کورونه پرې جوړ کړي.