غورکې له سلو زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

د خوراک نړيوال سازمان له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۵ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بادغيس ولايت دجوند، چهارسدې، پسابند، دولينې، ساغر، شهرک او تيورې ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې، د زمري په ۴مه هرې کورنۍ ته شپږ بوجۍ اوړه، د ماشومانو لپاره ۱۵ کيلو دخوراځواکۍ مواد، ۹۰ پاکټه د دتقوي مواد دشيدو خوړونکو ماشومانو لپاره، ۳۰ کيلو غوړي، ۳ کيلو مالګه او ۲۱ قوطۍ بيسکويټ مرسته ووېشل شوه.