جوزجان کې سلګونو کورنیو سره بشري مرستې وشوې
دملګرو ملتونو دکډوالو ادار ې،خوراک نړیوال سازمان او ډاکار موسسې له لورې دجوزجان ولایت دکډوالوچارو ریاست په همکارۍ ٣٧١بېځایه شوو کورنیو سره دخوراکي او غیرخوراکي موادو مرستې وشوې.
یادې کورنۍچې دطالبانو دجګړو له امله دفاریاب او سرپل ولایت څخه شبرغان ښارته راکډه شوې وې شنبه دچنګاښ په ٢٦مه هرې کورنۍته دکډوالو چاور وزارت په همغږۍ خوراکي مواد،کورنۍ کڅوړې او روغتیایي کڅوړې ووېشل شوې.