پنجشېر کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې د پنجشېر ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۷ بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د سېلابونو له امله د حصه ول ولسوالۍ د پپشغور سيمې څخه بېځايه شوې وې هرې کورنۍ ته د چنګاښ په ۱۷مه ۱۸۴ کيلو اوړه، ۲۵ کيلو دالنخود، ۲ کيلو مالګه، ۱۹ لېتره غوړي، ۲۲ بيسکويټ او دماشومانو لپاره ۱۰۰ پاکټه د خوارځواکۍ مواد ووېشل شول.