بغلان کې سلګونو کورنيوسره مرستې وشوې

ناپیژنده (not verified)
---

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د بغلان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۰۳ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو او نا امنيو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۷مه هرې کورنۍ ته ۲ ترپالونه، ۳ کمپلې، دپخلنځي وسايل او يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.