پنجشېر کې سېلابځپلو کورنیو سره مرستې وشوې
دکډوالۍ نړیوال سازمان ای او ام له لورې دپنجشېر ولایت دکډوالو چارو آمریت په همکارۍ ٢٣ سېلابځپلو کورنیو سره بشري مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې په دې وروستیو کې دسېلابونو له امله زیانمنې شوې وې دچنګاښ په ١٥مه هرې کورنۍ ته ٩٢٠٠ افغانۍ نغدې ،بیسترې، یوه یوه خېمه او یویو ترپال ووېشل شول.