نيمروز کې بېځايه شووکورنيوسره مرستې وشوې
د ملګرو متلونو دکډوالو ادارې UNHCR او يونيسف NICEF له لورې د نيمروز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۲ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو او ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکزته راکډه شوې وې وروسته له سروې د چنګاښ په ۱۳مه هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلواوړه، ۱۸ کيلو غوړي، ۲۵ کيلو دالنخود، ۲ کيلو مالګه، ۲ کيلو بيسکويټ، ماشومانو ته خوراکي مواد، د پخلنځي وسايل، ۳ کمپلې، ۲ ترپالونه، دوه د اوبو بوشکې، ۱۵ کيلو وچې شېدې او يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.