بادغیس کې لسګونو کورنیو سره مرستې وشوې

دخوراک نړیوال سازمان له لورې دبادغیس ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٣٢بېځایه شوو کورنیو سره دخوراکي موادو مرستې وشوې .
یادې کورنۍ چې دنا امنیو له امله دبېلابېلو سیمو څخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې دچنګاښ په ٩ مه هرې کورنۍ ته١٨٤کیلو اوړه،٢٠لیتره غوړي او ٢٥کیلو دالنخود مرسته ووېشل شوه.