بغلان کې ٤٠٨بېځایه شوو کورنیو سره مرستې وشوې

د خوراک نړیوال سازمان له لورې دبغلان ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٤٠٨بېځایه شوو کورنیو سره دخوراکي موادو مرستې ووېشل شوه.
یادې کورنۍ چې دجګړو له امله دمرکزي بغلان ولسوالۍ،دهنه غوري او نهرین ولسوالۍ څخه ددې ولایت مرکزته راکډه شوې وې دغبرګولي په ٣٠مه هرې کورنۍ ته٩٢کیلو اوړه،٩کیلو غوړي،١٢کیلو دالنخود او یوه نیمه کیلو مالګه مرسته ووېشل شوه.