هلمند کې بېځایه شوو کورنیو سره بشري مرستې وشوې

sadam_morr
_________

دیوشمېر همکارو ادارو له لورې دهلمند ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٢٤٧بېځایه شوو کورنیو سره بشري مرستې وشوې.

 یادې کورنۍ چې دجګړو له امله دنادعلي،نهرسراج او دلښکرګاه ښار بولان سیمې ته راکډه شوې وې دغبرګولي په ٢٦مه هرې کورنۍ ته ١٤زره افغانۍ نغدې،١٨٤کیلو اوړه،٢٥کیلو دالنخود،١٨کیلو غوړي،میندوته مغذي مواد،دپخلنځي وسایل،روغتیایي کڅوړې،،ترپالونه،درې کمپلې،معدني اوبه اورځنده تشنابونه ووېشل شول.

 یادې مرستې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ دمرستندویه ادارو له لورې ووېشل شوي دي.