کندزکې پېنځه زره کورنۍ بېځایه شوي
دکندز ولایت دکډوالو چارو ریاست دغبرګولي په ٢٥مه په دغه ولایت کېدجګړو او ناامنیو له امله دپېنځه زره کورنیو دبېځایه کېدو خبر ورکړ.
یادې کورنۍ دخان اباد ا علي اباد ولسوالیو څخه ددې ولایت مرکزته راکډه شوې وې.
تر اوسه دسروې ٢٢ټیمونه دکډوالوچارو ریاست په همغږۍ مرستندویه اداره خپل کارونه پیل کړي او په پام کې ده چې دسروې وروسته ورسره بشري مرستې ترسره شي.