بادغیس کې بېځایه شوو کورنیو سره مرستې وشوې
دخوراک نړیوال سازمان له لورې دبادغیس ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ١٣٦بېځایه شوو کورنیو سره دخوراکي موادو مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دنا امنیو له امله دقادس اوابکمري ولسوالیوڅخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې دغبرګولې په ٢٥مه هرې کورنۍ ته ٢٠ لېتره غوړي ،١٨٤کیلو اوړه،٢١قوطۍ غوړي ،٥کیلو دالخود او بیسکوېټ مرسته ووېشل شوه.