بدخشان کې بېځايه شوو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
_____________

 

د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې د بدخشان ولايت دکډوالو چارورياست په همکارۍ ۳۱ راستنېدونکو سره نغدي مرستې وشوې.

يادو راستنېدونکو ته دغبرګولي په ۱۰مه په دوو کټګوريو کې نغدي مرستې وشوې چې په لومړۍ کټګورۍ کې ۲۹۶۰۰ افغانۍ او په دوهمه کټګورۍ کې ۷۲۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.