بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۳ بېځايه شوو کورنيو سره دخوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د قادس او ابکمري ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غبرګولي په ۸مه هرې کورنۍ ته ۸۴ کيلو اوړه مرسته ووېشل شوه.