ننګرهار کې لسګونو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

anwari_morr
_________

د خوراک نړيوال سازمان له لورېد ننګرهار ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۱۳۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړوله امله د حصارک، شېرزادو او خوږياڼو ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غبرګولي په ۳مه هرې کورنۍ ته د يوې مياشتې لپاره د خوراکي موادو کڅوې ووېشل شوې.