غزني کې لسګونه بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

anwari_morr
_________

د خوراک نړيوال سازمان له لورې د غزني ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۷۲ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د اندړ او قره باغ ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غبرګولي په ۲مه له يوې سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۹ کيلو غوړي، ۲۵ کيلو دالنخود، ۲کيلو مالګه، ماشومانو ته ۴ کيلو دخوراځواکۍ مواد او شيدو لرونکو او حامله ميندو ته ۱۲ کيلو سوپر سريال اوړه ووېشل شول.