قندهارکې بېځايه شوو کورنيو سره مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR، د خوراک نړيوال سازمان (WFP)، (SCI) او ډاکار موسسې له لورې د قندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ۸۰ بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د ميوند ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غويي په ۲۲مه هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه، ۲۵ کيلو دالنخود، ۱۸ کيلو غوړي، ۲ کيلو بيسکويټ، ۲ کيلو مالګه، د شيدو لرونکو او حامله ميندو لپاره ۱۵ کيلو د اوړه، دماشومانو لپاره ۳ کيلو دخوراځواکۍ مواد، يوه يوه خېمه، کورنۍ کڅوړې، روغتيايي کڅوړې، لباس او د پخلنځي وسايل ووېشل شول.