قندهار کې يو زراغتي کانال بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
د قندهار ولايت دکډوالو چارو رياست د غوايي په ۱۴مه په ۱۵مې ناحيې کې د کې د حاجي عرب په نوم د يو زراغتي کانال بشپړېدو او ګټې اخيستنې ته د سپارلو خبر ورکړ.
د دغه کانال مالي لګښت ۴۰ زره امريکايي ډالره کېږي چې د کډوالۍ نړيوال سازمان (iom) له لورې ورکول شوی دی.
د سرچينې په خبره دغه کانال ۵۳۲ متره اوږد والی لري، دوه طرفه دوال او ۶ متر پلچک څخه جوړ شوی چې د دغه زراغتي کانال د جوړېدو چارو وروسته له دريو مياشتو بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول چې پکې ۸۳ تنو ته د کار زمينه برابره شوې وه.
ذکر شوی کانال لس جريبه ځمکه خړوبوي چې په دې سره به د بزګرانو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زياتوالی راشي.