فارياب کې سلګونو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې.

sadam_morr
_________

ديوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۹۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او دخوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو او ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غوايي په ۱۴مه د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې ۲۵۰ کورنيو هرې کورنۍ ته ۹۲ کيلو اوړه، ۳ کيلو د پلمپي خوراکي مواد، ۹ کيلو غوړي، ۱۲ کيلو دالنخود، يوه کيلو مالګه او د ORD موسسې له لورې ۴۰ کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدې د مرستيال والي، کډوالو رئيس او ذکر شوو موسسو د استازو په شتون کې ورکړل شوې.